اقتصادي کمېسیون د شویو ۱۳ پرېکړو د تطبیق تعقیبي غونډه کړې
د اسلامي امارت مشرتابه په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه کې د شویو ۱۳ پرېکړو د تطبیق په اړه اړوند وزارتونو سره تعقیبي غونډه شوې.
د اسلامي امارت مشرتابه په مشرۍ د یاد کمېسیون غونډه څه موده وړاندې کندهار کې ترسره شوې وه، چې اوس د هغې ناستې د ۱۳ پرېکړو د تعقیب لپاره د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ تعقیبي غونډه شوې.
د اقتصادي کمېسیون مخکېنۍ غونډه کې د چارو ادارې په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې وه، چې خالص امارتي ملکیت، استوګنې او سوداګرۍ تر ښاري پلان لاندې بنسټیزو چارو لپاره هر اړخیزه کړنلاره جوړه او له مخې یې هېوادوالو ته ځمکې تملیکاً په اصولي توګه ووېشل شي.
همداراز د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه کې یاده کمېټه مکلفه شوې وه څو د هغو هستوګنیزو ښارګوټو لپاره چې د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري امارتي ثابت شوي او تصفیه شوي هراړخیزه کړنلاره ورته جوړه کړي، چې له مخې یې د ښاري پلان مطابق هېوادوالو ته د ابادۍ او ودانولو په موخه تملیکاً ورکړل شي.
یاده غونډه کې بله موضوع د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې مطابق کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا ټول هېواد کې د صنعتي پارکونو د جوړېدو او د ځمکو انتقال پروسې پيل و، چې ژر به دا پروسه بشپړه او د صنعتي پارکونو د جوړېدو چارې به پیل شي.
ټاکل شوې چمتو شوې کړنلاره به د منظورۍ په موخه د اسلامي امارت مشرتابه مقام ته وړاندې شي.