د پنجشېر ۵۰۰ ځوانان د نظامي زده کړو لپاره پروان ته لېږدول شوي

د پنجشېر ۵۰۰ ځوانان د نظامي زده کړو لپاره پروان ته لېږدول شوي افغانستان
پنجشېر کې د پولیسو لیکو تازه جذب شوي ځوانان

د پنجشېر ولایت مقام دفتر خبر ورکړی، چې د ملي پولیسو لیکو ته تازه جذب شوي ځوانان د نظامي زده کړو لپاره پروان ولایت ته لېږدول شوي دي.

د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم له دغو ځوانانو غوښتي چې په پوره ژمنتیا د زده کړو دوره تعقیب کړي.

ښاغلي والي د هېواد امنیتي ځواکونو لیکو سره د پنجشېر ځوانانو یو ځای کېدو ته په اشارې هغو کسانو ته له هېواده بهر د خلکو په منځ کې د نفاق خپرولو هڅه کوي ویلي، «همدا د خلکو پیغام تاسو ته کافي دی، چې د پنجشېر ځوانان په شوق او علاقې سره د اسلامي نظام له لیکو سره یوځای کیږي تر څو خدمت وکړي»

بلخوا د پنجشېر امنیه قومندانۍ مسئولین وایي، دغه ځوانان به د نظامي زده کړو تر بشپړولو وروسته به بېلابېلو برخو کې په دندو وګمارل شي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د پنجشېر سلګونه ځوانان اسلامي ملي ادرو لیکو کې د خدمت کولو په موخه جذب شوي، چې د ښوونیزو زده کړو دورې تر بشپړولو وروسته دندو ته ورپېژندل شوي.

تړلي موضوعات