د افغانستان او پاکستان د JCC ګډه غونډه؛ د افغان پلاوي مشري ملا عبدالقیوم ذاکر کوي

د افغانستان او پاکستان د JCC ګډه غونډه؛ د افغان پلاوي مشري ملا عبدالقیوم ذاکر کوي افغانستان
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، نن به کابل د همغږۍ د ګډې کمېټې یا JCC په نوم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډې غونډې کوربه وي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، دې غونډه کې د پاکستاني پلاوي مشري د هغه هېواد ځانګړی استازی محمدصادق خان او د افغانستان له لوري د دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر کوي.

ښاغلي مجاهد ویلي، دا د دې غونډو پر دوام اوومه هغه ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو ځل په کابل او یو ځل په اسلام اباد کې ترسره کیږي.

د نوموړي په خبره، دې غونډه کې به د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو د هواري او د دواړو هېوادونو ولسونو ته د اسانتیاوو په برابرېدو خبرې کیږي.

تړلي موضوعات