د هېواد پرمختګ د ځوانانو پر هڅو پورې تړلی
د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد نن سه شنبه د یاد ولایت مقام کې له ځوانانو سره د کتنې په مهال ویلي، ځوانان ټولنه کې د ملا د تیر حیثیت لري او زیاته کړې ده، چې د ټولنې پرمختګ د ځوانانو په هڅو پورې تړلی دی.
د یاد ولایت ویاند رحیم الله ساجد وايي، د ولایت مقام ته راغلو ځوانانو ويلي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره دوی ته پاملرنه زیاته شوې او دوی به له حاکم اسلامي نظام سره اوږه په اوږه د هېواد د ابادۍ لپاره کار کوي.
د ساجد په خبره، د نيمروز والي له راغلو ځوانانو وغوښتل، چې د هېواد آبادي لپاره زده کړې وکړي او هم دې نور ځوانان ورته وهڅوي.
هېره دې نه وي، چې ناسته کې د ځوانانو ستونزو اورېدو وروسته ښاغلي خالد دوی ته د کاري زمېنې برابرېدو ډاډ ورکړی دی.