افغانستان ته د قزاقستان تر ۲ زره ټنه زیاتې بشري مرستې را رسېدلې

افغانستان ته د قزاقستان تر ۲ زره ټنه زیاتې بشري مرستې را رسېدلې افغانستان
انځور ارشیف

له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وایي، د قزاقستان هېواد ۳۶ واګونه بشري مرستې د حیرتان بندر له لارې افغانستان ته رسېدلې دي.

دغو مرستو کې زر ټنه اوړه، تر ۱۲۰۰ ټنه زیاتې وریجې او زر لېټره غوړي شامل دي.

کابل کې د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس ملا نورالدین ترابي سره کتنه کې ویلي، راتلونکې اونۍ به ۳.۵ ټنه درمل او طبي بوټي د کابل نړېوال هوایي ډګر له لارې افغانستان ته انتقال شي.

ښاغلي اکباسوف له افغانانو سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټینګار کړی په خبره یې، د قزاقستان بشري مرستې به د افغانستان خلکو د اړتیا او اسلامي امارت په غوښتنه دوام ولري.

تړلي موضوعات