امنیتي ځواکونو کابل کې د انسان تښتوونکو یوه ډله نیولې

امنیتي ځواکونو کابل کې د انسان تښتوونکو یوه ډله نیولې افغانستان
انځور ارشیف

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو ځانګړو ځواکونو قومندانۍ ویلي، امنیتي ځواکو د کشفي راپور په اساس کابل ښار کې د انسان تښتونکو یوه ډله نیولې.

یادې قومندانۍ ویلي، د انسان تښتوونکو دغه ډله یې داسې مهال نیولې، چې د حاجي انور په نوم یو تن هېوادوال له کورنۍ څخه یې د هغه د خوشي کېدو په بدل کې د یو میلیون ډالرو غوښتنه کوله.

سرچینې زیاته کړې، د یاد ګروپ غړي یې د ځانګړو ځواکونو په هڅو د کابل ولایت په بېلابېلو سیمو کې نیولي چې په ګڼو ورته نورو تښونو کې یې لاس درلود.

یاده دې وي، چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د امنیتي ځواکونو له لوري هېواد کې د شریرو ډلو په ځانګړې توګه د انسان تښتونکو پر وړاندې کوټلي ګامونه اخیستل شوي.

تړلي موضوعات