روسیه سالنګ کې د یو بل نوي تونل وېستلو لپاره چمتو ده

روسیه سالنګ کې د یو بل نوي تونل وېستلو لپاره چمتو ده افغانستان
د سالنګ تونل

ټولګټو چارو وزارت ویلي، په همدې او یو شمېر نورو مهمو پروژو د روسیې سفیر په مشرۍ له یو پلاوي سره خبرې شوي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد  اشرف حق شناس ویلي، د نوي تونل د اېستلو، پخواني هغه د ترمیم، د سړک او اوسپنې پټلۍ د رغولو، د نویو او پرمختللو ماشینریو په خریدارۍ هم خبرې شوي.

په دې ناسته کې د کابل لپاره د مسکو سفیر دیمیتري ژیرنوف او مل پلاوي د افغانستان ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني ته په یادو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.

ټولګټو چارو وزارت په عین حال کې ویلي، دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړېکو پر پراختیا ټېنګار کړی او په پام کې ده، چې د دې وزارت یو لوړ پوړی پلاوی له روسیې لېدنه وکړي.

تړلي موضوعات