د ا.ا مشرتابه وروستی فرمان به په ټولنه کې راټوکېدلې ستونزې حل کړي

د ا.ا مشرتابه وروستی فرمان به په ټولنه کې راټوکېدلې ستونزې حل کړي افغانستان
د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم

د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث نداء محمد ندیم د یاد وزارت کارکونکو ته د غم، ښادۍ او همدا راز له حج عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو مخنیوي په هکله د اسلامي امارت مشرتابه د نوي توشیح شوي فرمان په عملي کولو ټینګار کړی.

لوړو زده کړو وزیر ویلي، د ناسمو رواجونو په مخنیوي او د نوي توشیح شوي فرمان په عملي کېدلو سره زموږ په ټولنه کې ډېری ستونزې ختمیږي.

نوموړي همدا راز د نوي توشیح شوي فرمان د بیانولو تر څنګ د امیر پر مقام، حقوقو او مکلفیتونو خبرې کړې دي.

یاده دې وي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري ټولنه کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي په موخه توشیح شوی فرمان په هېواد کې د خلکو له لوري له پراخ هرکلي سره مخ شوی او په بشپړه توګه یې د عملي کېدو غوښتنه شوې.

تړلي موضوعات