د پوهنې وزارت: تېر کال د پوهنې وزارت اړوند ١٢١ غصب شوي ملکيتونه بېرته راګرځول شوي
د پوهنې وزارت وايي، په تېر ۱۴۰۳ ښوونيز کال کې د پوهنې وزارت د مسٶلينو په هڅو د ياد وزارت اړوند ١٢١ ملکيتونه چې د يو شمېر کسانو له لوري غصب شوي وه بېرته راګرځول شوي او د پوهنې وزارت په ملکيت کې شامل شوي دي.
د پوهنې وزارت وياند قاري منصور احمد حمزه وايي، يادو ملکيتونو کې ۱۰۴ بابه ښوونځي، ١١ د ښارګوټو ساحې، ٥ بابه مدارس او دارالحفاظونه او يوه اداري څانګه شامل دي.
ښاغلي حمزه ويلي، د دغو غصب شويو ملکيتونو ټوليز مساحت ١٦ زره ٨٧٥ جريبه ځمکې ته رسيږي چې له ډېري مودې راهیسي د ځينو اشخاصو له لوري غصب او ګټه يي ترې واخېستله.
نوموړي ويلي، پوهنې وزرات د غصب شويو جایدادونو په برخه کې د اړوندو ادارو او يادو سيمو اوسېدونکو د همکارۍ هرکلى کوي.
د يادونې ده، چې د اسلامي امارت له لوري تر دې مهاله د دولتي ملکيتونو ترڅنګ په سلګونو زره جريبه دولتي ځمکه بېرته له غصب راګرځول شوې او لا هم په ټول هېواد دا لړۍ دوام لري.