کابل او تاشکند د اوبو لګولو سیسټم په عصري کولو هوکړه کړې

کابل او تاشکند د اوبو لګولو سیسټم په عصري کولو هوکړه کړې افغانستان
د افغانستان او ازبکستان کرنې سکټور چارواکو لیدنه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر ازبکستان ته په خپل سفر کې د دغه هېواد اوبو او انرژۍ وزارت مسئولینو سره کتنه کې د یوشمېر نورو موضوعاتو سربېره د هېواد اوبو لګولو سیسټم په عصري کولو هوکړه کړې.

د کرنې وزارت ویلي، د دواړو هېوادونو چارواکو کتنه کې د اوبو لګولو سیسټم پر پراختیا، د امو سیند غاړو تحکیماتو، له اوبیزو سرچینو سمې ګټې اخیستنې او نورو اړوند موضوعاتو هم خبرې کړې دي.

بل‌خوا د ازبکستان د اوبو او انرژۍ مسئولینو ویلي، پانګوال یې د افغانستان اوبو لګولو سیسټم عصري کولو په ځانګړي ډول د څاڅکي او باراني اوبو سپما برخو کې پانګونې ته چمتو دي.

تړلي موضوعات