امنیتي او تصفیوي کمېسیون: امنیتي ارګانونه دې له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره هر اړخیزه مرسته وکړي
د ملي دفاع وزیر او د امنیتي او تصفیوي کمېسیون مشر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د امنیتي او تصفيوي مرکزي کمېسیون غونډه ترسره شوه.
دې غونډه کې له ټولو امنیتي ارګانونو غوښتل شوي، چې له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره هر اړخیزه همکاري وکړي او لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
د امنیتي او تصفیوي کمېسیون ناسته کې د هېواد روان امنیتي وضعیت بله هغه موضوع وه چې پرې هر اړخیز بحث شوی دی.
امنیتي او تصفیوي کمېسیون داسې مهال بېرته راستنېدونکو کډوالو ته په لازمو اسانتیاوو ټینګار کړی، چې دا مهال د کډوالو برخه کې اړوندو ادارو ترڅنګ د هېواد نورې ادارې هم کډوالو ته د اسانتیاوو په برابرولو بوختې دي.