د کډوالو چارو وزیر: ټولې دولتي ادارې کډوالو سره د مرستې لپاره چمتو دي

د کډوالو چارو وزیر: ټولې دولتي ادارې کډوالو سره د مرستې لپاره چمتو دي افغانستان
له حکومتي چارواکو سره د کډوالو چارو وزیر کتنه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کډوالو عالي کمېسیون اړوند د موقتې مېشتېدنې کمېټې مشر نصرت الله طلحه سره کتلي. 

د کډوالو چارو وزارت خبر ورکړى، دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر ويلي، اسلامي امارت په ټول توان د کډوالو لپاره کار کوي او د کډوالو لپاره جوړ شوى عالي کمېسیون کافي امکانات په لاس کې لري. 

نوموړي ډاډ ورکړى، چې ټولې دولتي ادارې همکارۍ ته تیارې دي او د اړتيا پر مهال به ترې مرسته وغوښتل شي. 

بلخوا ښاغلي طلحه ويلي، د اړتيا وړ خيمې او نور توکي يې پولو کې د کډوالو لنډ مهاله ښارګوټو ته رسولي او د لا ډېرو امکاناتو په چمتو کولو لګيا دي. 

‏هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو دويم پړاو څو ورځې وړاندې پيل شو، چې تر دې مهاله تر ٣٠ زرو زيات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

تړلي موضوعات