د اوبو او انرژۍ وزیر: د افغانستان اوبه به خامخا مدیریت شي؛ د چا خفګان ته نه کتل کیږي

د اوبو او انرژۍ وزیر: د افغانستان اوبه به خامخا مدیریت شي؛ د چا خفګان ته نه کتل کیږي افغانستان
انځور ارشیف

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور له یوې خصوصي رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې د اوبو مدیریت په اړه د افغانستان یو شمېر ګاونډیو هېوادونو غبرګون ته سخته ګوتڅنډنه کړې.

 ښاغلي منصور ویلي، اوبه د افغانستان حق دي او هرو مرو به مدیریت کیږي که څوک خوشحاله او یا خپه کیږي.

 نوموړي زیاته کړې، د لومړنیو څېړنو له مخې د کونړ پر سیند د بند جوړولو ته شاوخوا ۲ میلیارد ډالر اړتیا ده، چې د پیدا کېدو په صورت کې به یې په سبا د یاد بند کار پیل کړي.

 نوموړي د داخلي ظرفیت لوړونې په اړه ویلي، د اسلامي امارت تر حاکمیت وړاندې هیڅ تخصصي شخص وجود نه درلود، چې حتی یو بند په تخصصي شکل ډیزان کړي خو اوس د دې وزارت انجنیران کولی شي تر ۵۰ مترو په لوړوالي بند ډیزاین کړي.

 نوموړي داسې مهال د اوبو مدیریت په اړه خپله ژمنه تازه کړې، چې دا مهال هېواد کې د ګڼو لویو او وړو بندونو کار روان دی، چې په بشپړېدو سره به یې د افغانستان د اوبو زیاته برخه مهار او کرنېزې ځمکې به خړوبې شي.

تړلي موضوعات