د کرنې وزیر د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللی
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته په سفر تللی.
د کرنې وزارت ویلي، د دې سفر موخه د کرنې برخه کې د سیمه ییزې همکارۍ او کلیدي موضوعاتو ارزونې په اړه د بحث کول یاد کړي.
یاد وزارت ویلي، اقلیمي بدلون او امو دریایي حوزې سرچینو یې اغېزې، د کرنې برخه کې د همکاریو پراختیا، اوبو لګول، مالداري، غذایي خوندیتوب او ظرفیت لوړونه هغه موارد دي، چې ښاغلي عمري به یې په اړه له ازبکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
ویل کیږي، چې دې سفر کې له کرنې وزیر سره د اوبو او انرژۍ، کورنیو، دفاع، بهرنیو چارو وزارتونو او استخباراتو عمومي ریاست، ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت او چارو ادارې استازي هم ملتیا کوي.