سید جمال‌الدین افغان پوهنتون کې مجهز کمپیوټرلب جوړ شو

سید جمال‌الدین افغان پوهنتون کې مجهز کمپیوټرلب جوړ شو افغانستان
سید جمال الدین افغاني پوهنتون کې جوړ شوی کمپیټر لب

د لوړو زده کړو وزارت ویلي، د کونړ سید جمال‌الدین افغان پوهنتون کې یې د یو میلیون او ۸۰ زره افغانیو په لګښت مجهز کمپیوټر لب جوړ او ګټې اخېستنې ته سپارلی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کمپوټر لب یې د یاد پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي لپاره جوړ کړی، چې لس پايې لپټاپ کمپیوټرونه، مېزونه، پرېنټرونه، پراجکټور او د نوې ټکنالوژۍ نور بېلابېل وسایل په‌کې شامل دي.

بل‌خوا بیا د یاد پوهنتون مسئولینو ویلي، د کمپوټر لب جوړېدلو سره به یې د عملي زده کړو برخه کې د زده‌کړیالانو ستونزې حل شي.

دیادونې ده، چې وړمه ورځ هم لوړو زده‌کړو وزارت د پنجشېر لوړو زده‌کړو موسسې لپاره د ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د لیلیې ودانۍ جوړول منظور کړل.

تړلي موضوعات