د کډوالو چارو وزیر: اسلامي امارت له پاکستان د افغانانو جبري ایستلو لپاره پوره چمتووالی لري
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې د سور صلیب نړېوال فدراسیون او د کډوالۍ نړېوال سازمان مسئولینو سره په کتنو کې کړې دي.
دغو جلا جلا کتنو کې د کډوالو چارو وزیر بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د نړېوالو مرستو زیاتېدو ترڅنګ د یادو بنسټونو له مسئولینو غوښتي، چې د کډوالو ښارګوټو جوړولو کې ونډه واخلي.
هاخوا د سور صلیب نړېوال فدراسیون او کډوالو نړېوال سازمان استازو ویلي، له پاکستانه د افغان کډوال د بېرته راستنېدنې د دویم پړاو پیل سره یې د روغتیا، خوراکي توکو، څښاک اوبو او د خیمو برابرولو برخو کې یې کډوالو ته خدمات وړاندې کړي او کډوالو ته د خپلو مرستو د زیاتېدو هڅه کوي.
د کډوالو چارو وزارت داسې مهال له پاکستانه د بېرته راستنېدونکو کډوالو د منلو لپاره د چمتووالي خبر ورکړی، چې د ریاست الوزراء ادراي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په یوه ناسته کې ټولو کمېټو ته لارښوونه کړې، چې د کډوالو ستونزو ته درسېدنې لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.