تېرو شپږو ورځو کې شاوخوا ۷ زره افغانان له پاکستان ویستل شوي

تېرو شپږو ورځو کې شاوخوا ۷ زره افغانان له پاکستان ویستل شوي افغانستان
انځور ارشیف

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، دې موده کې ۹۴۴ کورنۍ د پاکستان له بېلابېلو سیمو ایستل شوې دي.

 د پاکستان اېکسپرس ټریبیون ورځپاڼې په خبر راغلي، د دغو کورنیو ټولیز غړي ۶ زره ۷۰۰ تنه دي، چې له دې ډلې یې ۲۸۷۴ نارینه، ۱۷۵۵ ښځینه او ۲۰۷۱ یې ماشومان دي.

 یادې ورځپاڼې زیاته کړې، د پاکستان حکومت به راتلونکو ورځو کې د هغو کډوالو پر وړاندې هم اقدامات چټک کړي چې یاد هېواد کې پاتې دي.

 بلخوا د افغانستان کډوالو چارو وزارت یوې ناسته کې د یاد وزارت مسئولینو ته لارښوونه کړې، چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

تړلي موضوعات