ننګرهار کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره بېړنۍ ناسته شوې
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، دغه ناسته د ننګرهار مرستیال والي په مشرۍ د ملي او نړېوالو مؤسسو له استازو سره له پاکستانه د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ په موخه شوې ده.
دې ناسته کې مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د ډیپلوماټیکو هڅو او د ملګرو ملتونو د مؤثر رول له لارې د یادې موضوع په حل ټینګار کړی.
نوموړي له مرستندویه مؤسسو د راستنېدونکو د اړتیا پر بنسټ د لازمو مرستو غوښتنه کړې.
دغه ناسته داسې مهال رابلل شوې، چې دا مهال له پاکستان څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ دوام لري او تر دې مهال د تورخم له لارې په سلګونه کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د کډوالو چارو وزارت مسئولینو حریت راډیو ته ویلي و، چې کډوالو ته د سرپناه په برخه کې بشپړ چمتووالی لري.