کندهار کې تر ۷۷ زره جریبه زیاته ځمکه دولتي تثبیت شوې
د کندهار ولایت مقام رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې تېره یوه میاشت کې یې تر ۷۷ زره جریبه زیاته ځمکه دولتي تثبیت کړې ده.
ویل کیږي دغه اندازه ځمکې د یاد ولایت مرکز او ۱۹ ولسوالیو کې د ټاکل شوي پلاوي له لوري تثبیت شوې دي.
د کندهار کرنې او مالدارۍ ریاست مسئولین وایي، د امارتي ځمکو او جایدادونو ساتنه او له غصب مخنیوی یي له لومړیتوبونو دی اوچاته اجازه نه ورکوي، چې له امارتي ځمکو شخصي استفاده وکړي.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته سلګونه زره جریبه دولتي ځمکې چې د تېرې ادارې زورواکو له لوري غصب شوې وې بیرته استرداد شوې دي.