د ا.ا چارواکو د راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي وضعیت ارزونې په اړه ناسته کړې

د ا.ا چارواکو د راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي وضعیت ارزونې په اړه ناسته کړې افغانستان

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزيزي، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د راستنولو کمېسیون د اړیکو مسئول انس حقاني، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستيال احمد طه او د بغلان ولايت لوا مسئول سره کتلي دي.

د کډوالو چارو وزارت د خبر له مخې دې کتنه کې د بېرته را ستنېدونکو کډوالو د اقتصادي وضعیت، د هغوى کاروبارونو د ودې او د بازار موندنې اسانتياوو په اړه خبرې شوې دي. 

دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د کډوالو ستونزو حل او له هغوى سره په دوامداره همکارۍ ټينګار کړى. 

په ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزیر له راستنېدونکو کډوالو سره د کوچنيو کاروبارونو، مسلکي روزنو او بازار ته د لاسرسي برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړى او ژمنه يې کړې، د کډوالو د اقتصادي ثبات او ټولنیز ادغام لپاره به له کډوالو چارو وزارت سره خپلمنځي همغږي لا پياوړې کړي. 

بلخوا انس حقاني هم ډاډ ورکړى، چې بهرنیو هېوادونو سره د اړيکو ترڅنګ له افغان شخصیتونو سره د باور فضا رامنځته او هغوى ته به د بېرته راستنېدو مناسبت شرایط برابر کړي. 

افغان چارواکي داسې مهال د کډوالو اقتصادي وضعیت د ارزونې په اړه ناسته کوي، چې دا مهال له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان څخه د کډوالو د جبري وېستلو دويم پړاو پیل شوى، چې د راپورونو له مخې تېرو څو ورځو کې له پاکستانه ٦٧٥ کورنۍ په جبري ډول د تورخم له لارې را اړول شوې دي.

تړلي موضوعات