کندوز کې امنیتي ځواکونو ۳ تنه بغاوتګر نیولي
د کندوز ولایت امنیه قومندانۍ د پنځمې امنیتي حوزې پولیسو وړمه شپه ناوخته د یو کشفي راپور په اساس درې تنه بغاوتګر نیولي دي.
نیول شوي کسان چې د کندوز ولایت اوسېدونکي دي داسې مهال نیول شوي، چې غوښتل یې د امنیتي ځواکونو په یوه چیک پاینټ د لاسي بم برید وکړي.
امنیه قومندانۍ ویلي، نیول شوي بغاوتګر به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوند عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د کندوز امنیه قومندانۍ د یاد ولایت ولسونو ته ډاډ ورکړی، چې چاته به اجازه ور نه کړي څو هلته شته امنیت اخلال کړي.
د یادونې ده، چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو تېرو نږدې څلور کلونو کې د هر ډول بریدونو په مخنیوي کې بریالي شوي او ډاډ ورکوي، چې اجازه به ور نه کړي څوک د هېوادوالو امنیت اخلال کړي.