غزني او زابل کې د ټرانسپورټ برخه کې بنسټیزې پروژې پیل شوې

غزني او زابل کې د ټرانسپورټ برخه کې بنسټیزې پروژې پیل شوې افغانستان
د افغانستان د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، غزني او زابل کې د ټرانسپورټ برخه کې د ۷۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پیل شوې.

دغه وزارت وايي، چې پیل شویو پروژو کې د ټرانسپورټ برخه کې د ترمینلونو جوړولو سربېره  غزني او زابل کې د ټرانسپورټي چارو لپاره د اداري ودانیو جوړول هم شامل دي.

 د دې وزارت د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راپدېخوا دغه وزارت د مشارکت له لارې په ټول هېواد کې ۴۰ بېلابېلې پروژې چې د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانۍ ارزښت لري په قرارداد ورکړې دي.

د ویلو ده، چې د نویو پروژو عملي چارو له پیلېدو سره ګڼو هېوادوالو ته د کار زمینې برابرېدو سربېره به خلکو ته ګڼې اسانتیاوې هم برابرې شي.

تړلي موضوعات