هرات کې د «بام هرات» تفریحي کمپلکس جوړېږي

هرات کې د «بام هرات» تفریحي کمپلکس جوړېږي افغانستان
انځور حریت راډیو

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون له لوري د هرات ولایت «بام هرات» تفریحي کمپلکس جوړولو طرحه تائید شوه.

د اقتصادي کمېسیون د خبر له مخې د یادې طرحې له مخې خصوصي سکټور د یاد کمپلکس د جوړولو په موخه څه باندې یو میلیارد افغانۍ پانګونه کوي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې د بام هرات کمپلکس جوړولو کې به شاوخوا ۴ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د دې ترڅنګ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې پر اوسپنې ویلې کوونکو فابریکو د دولتي داغمه جاتو وېش او پلور، د بدخشان د سرو زرو کان د قرارداد او یو شمېر نورو تعقیبي موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

د بام هرات باندې خصوصي سکټور داسې مهال پانګونه کوي، چې د اسلامي امارت له لوري په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسبه زمینه برابره شوې او دا مهال په ګڼو سترو ملي، اقتصادي او سیاحتي پروژو کار روان دی.

تړلي موضوعات