متحده عربي امارات له بیرته راستنېدونکو کډوالو سره همکاري زیاتوي

متحده عربي امارات له بیرته راستنېدونکو کډوالو سره همکاري زیاتوي افغانستان
افغانستان ته بیرته راستنېدونکي افغان کډوال

دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي سیف محمد خلفان د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره کتنه کې کړې دي.

اداري معاونیت ویلي، دې کتنه کې ښاغلي خلفان د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې ته په اشارې ویلي، هېواد یې د دغو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا غوښتونکی دی.

نوموړي له ګاونډیو هېوادونو بیرته راستنېدونکو افغان کډ‌والو سره د همکاریو د زیاتېدو خبر هم ورکړی.

بلخوا د اداري مرستیال هم متحده عربي اماراتو سره په بېلابېلو برخو کې د کابل او ابوظبۍ ترمنځ د اړیکو په لاپراختیا ټینګار کړی.

متحده عربي امارت داسې مهال له بیرته راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو د زیاتېدو خبره کوي، چې دا مهال له پاکستانه د افغان کډوالو د وېستلو لړۍ پیل شوې.

تړلي موضوعات