د چارو ادارې عمومي رئیس: د افغانستان دښمنان د ا.ا له لوري د ښځو حقونو له خوندیتوب سترګي پټوي

د چارو ادارې عمومي رئیس: د افغانستان دښمنان د ا.ا له لوري د ښځو حقونو له خوندیتوب سترګي پټوي افغانستان
انځور ارشیف

د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ نورالحق انور د اسلامي امارت مشرتابه له لوري نوي فرمان ته په اشارې ویلي، اوسني حکومت په یوه فرمان سره د ښځو ګڼ هغه حقونه چې تېرو کلونو کې ترې محرومې وې بیرته را ژوندي کړل.

نورالحق انور د یادې ادارې له کارکوونکو سره کتنه کې ویلي، د افغانستان خلکو دښمنان د ښځو هغه اساسي حقونه چې تېرو څو کلونو کي تامین شوي سترګي پټوي.

نوموړي هېواد کې موجوده امنیت ته په اشارې زیاته کړې، امنیت د افغانانو له هیلو وه خو تېرو نږدې څلور کلونو کې هېواد کې داسې امنیت ټینګ شوی، چې تېرو څو لسیزو کې بې ساری دی.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه دې وروستیو کې یو فرمان صادر کړ، چې د واده او حج بې ځایه لګښتونو، د جبري نکاح مخنیوی، د خاوند انتخاب حق او د ښځو د ګڼو حقونو ترڅنګ مهر او ګڼ موارد چې د ښځو له اساسي حقونو شمېرل کیږي په کې ټینګار شوی دی.

تړلي موضوعات