د واټ ټرانسپورټ برخه کې د ۵۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت تازه پروژې

د واټ ټرانسپورټ برخه کې د ۵۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت تازه پروژې افغانستان

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی، چې تازه د دې وزارت واټ ټرانسپورټ اړوند درې لویې پروژې د څه باندې ۵۲۱میلیونه افغانیو په ارزښت منظورې شوې دي.

یاد وزارت ویلي، چې دا درې پروژې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې منظورې شوې.

ټرانسپورټ وزارت زیاته کړې، چې په دې پروژو کې د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ کې د مسافروړونکي ترمینل، د یاد ولایت باغ پل مسافروړونکي ترمینل او همدا راز د یاد وزارت د ابرېښم لارې ودانۍ جوړول شامل دي.
د دې وزارت پر اېکس پاڼه لیکل شوي چې یادې پروژې د هېوادوالو لپاره د ټرانسپورټي اسانتیاوو برابرولو او اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې ګټور ګام بلل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته د واټ ټرانسپورټ خوندیتوب، معیاري کولو او پرمختیا لپاره ګڼې پروژې پلي او بشپړې شوې دي، چې هېوادوال یې د دې برخې معیاري کېدو لپاره ګټورې بولي.
#حریت_راډيو

تړلي موضوعات