د کورنیو چارو وزیر استعفا یوازې یوه اوازه ده

د کورنیو چارو وزیر استعفا یوازې یوه اوازه ده افغانستان
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني

کورنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد او ناسم وبلل ، چې دې وروستیو کې د یاد وزارت د وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د استعفا په تړاو خپاره شوي.

د دغه وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په دې تړاو حریت راډیو ته ویلي، چې موږ د کورنیو چارو وزیر د استعفا موضوع په کلکه ردوو او هېڅ حقیقت نه لري.

ښاغلي قانع رسنیو ته خطاب کې هیله څرګنده کړې، چې حقایق وړاندې کړي او د هغو شایعاتو او پروپاګند له خپرولو ډډه وکړي، چې د عامه فکرونو د انحراف او تشویش سبب ګرځي.

د وزارت ویاند دا وضاحت پر داسې مهال خپرېږي، چې دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د استعفا په اړه ناسم خبرونه خپاره شوي، هغه څه چې کورنیو چارو وزارت یې په بشپړ ډول رد او ناسم بولي.

تړلي موضوعات