افغان کډوال باید د ګډ میکانیزم له مخې هېواد ته را ولېږدول شي

افغان کډوال باید د ګډ میکانیزم له مخې هېواد ته را ولېږدول شي افغانستان
افغانستان ته بیرته راستنېدونکي کډوال

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه کې د کډوالو ستونزو ته د لاښې رسېدنې په لارو چارو خبرې شوې دي.

ارګ ویلي، دې غونډه کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې د کمېټو فعالیتونو په لا ګړندي کېدو ترڅنګ کډوال سوداګرو ته په کور دننه د اسانتیاوو او د پانګونې فرصتونو په برابرېدو ټینګار شوی.

غونډه کې پر ګاونډیو هېوادونو غږ شوی، چې د کډوالو بېړني او جبري اېستلو څخه دې ډډه وکړي او د دواړو هېوادو په همغږۍ د یوه ګډ میکانیزم له مخې باید کډوال هېواد ته را ولېږدول شي.

یاد کمېسیون د کډوالو نړېوال سازمان، ملګرو ملتونو، اروپایې ټولنې او نورو نړېوال بنسټونو غوښتي، چې د افغان کډوالو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو ګاونډیو هېوادونو د چارواکو د عاجلانه او ناعادلانه پرېکړو له کبله د هغوی حقوق پایمال او زیاتی ورسره ونه شي.

دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د خپلو امکاناتو ته په کتو به هڅه وکړي کډوالو ته په خپل کور کې د هوسا ژوند زمینه برابر کړي.

دغه پرېکړه داسې مهال کېږي، چې له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته د کډوالو د بیرته راستنېدلو لړۍ چټکه شوې ده.

تړلي موضوعات