د پخوانیو نظاميانو او جنرالانو د مطبوعاتي کنفرانس غورچاڼ یا لنډیز!
نن کابل د پخوانیو نظامیانو او جنرالانو د یوې اعتراضي مطبوعاتي غونډې کوربه و.
پخوانیو افغان نظامي چارواکو دې کنفرانس کې وویل، چې د جمهوریت د سقوط او اسلامي امارت د واکمنېدو په درشل کې پخوانیو چارواکو د افغانستان جنګي الوتکې او چورلکې، ټرانسپورټي وسایط، وسلې او نور نظامي تجهیزات تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او ایران ګاونډیو هېوادونو ته انتقال کړل، چې دا یو ستر ملي خیانت و، چې دوی د دې ملت سره ترسره کړ.
یادو پخوانیو لوړ پوړو نظامي چارواکو په امریکا، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او ایران هېوادونو غږ وکړ، چې د افغان ملت دا لویه ملي شتمني چې چورلکې، وسلې او نظامي تجهیزات دي؛ ژر دې افغانستان ته وسپاري، ځکه دا د حکومتونو نه بلکې د افغان ولس حق او مالکیت دی.
دې غونډه کې پخوانیو جنرالانو وویل، چې امریکا د افغانستان لکونه پخوانۍ وسلې له منځه وړې او لکونه خلک یې شهیدان کړي، چې باید غرامت ورکړي.
یادو پخوانیو نظامي چارواکو همداراز وویل، هغه اشخاص او ډلې چې له افعانستانه بهر اوسي او دلته د جنګ د راوړلو هڅې کوي؛ پلانونه جوړوي، هغه دې دا واوري چې دلته به هیڅوک دوی ته د دې اجازه ورنه کړي؛ موږ د خپل حکومت سره اوږه په اوږه ولاړ او هر حالت کې یې حمایت کوو.
د غونډې ګډونوالو په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، (( هغه خبرې او کیسې چې دلته پخواني نظامیان او چارواکي یا بندیان او یا هم شکنجه کیږي یا وژل کیږي، مطلق درواغ او هیڅ حقیقت نه لري، موږ د زندانونو د عمومي مسؤل او د امنیتي ارګانونو د مسؤلینو سره همېش وینو او ترې راضي یوو، زموږ ستونزو او غوښتنو ته رسېدګي کيږي، زموږ مشورې اخیستل کیږي او عملي کیږي.))
دوی همداراز امریکا ته وویل، چې د امنیتي ځواکونو وسلې او تجهیزات د افغان ملت مال دی او امریکا دې له غوښتنې ډډه وکړي.
دې خبري غونډه کې د افغانستان د جنرالانو او افسرانو ټولنې رئیس جنرال شعور ګل پښتون وویل، چې امریکا د اشغال پر مهال د افغانستان پرمختللې وسلې له منځه یووړلې او په ځای یې د ویتنام له جګړې پاتې ناکاره او زړې وسلې افغانانو ته ورکړې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې امریکا د DDR په نوم د افغانستان هغه پوځي وسایط او تجهیزات له منځه وړي، چې په سیمه کې یې ساری نه لیدل کېده.
یاد اعتراضي کنفرانس کې جنرال شعور ګل پښتون د جمهوریت هغه چارواکي چې د افغانستان پوځي تجهیزات یې له هېواده بهر انتقال کړي ملي خاینین یاد کړه او زیاته یې کړه، « افغانان په هره بیه چې وي د خپلو وسلو او پوځي تجهیزاتو غوښتونکي دي. »
د پخوانیو نظاميانو او جنرالانو د مطبوعاتي کنفرانس پرېکړه لیک کې څه وو؟
یادو پخوانیو نظامي چارواکو د دې خبري غونډې په پای کې څو مادییز پرېکړه لیک خپور کړ، چې مهم موضوعات یې داسې دي:
۱ـ د افغانستان اوسنی حکومت د ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو پالیسۍ ته ژمن دی. امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې چې نړېوال قوانین رعایت کړي او هېڅ فرد یا هېواد ته به اجازه ور نه کړل شي چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو پر ضد ناوړه ګټه واخلي.
۲ـ افغانستان نړېوال قوانین رعایتوي او له ګاونډیو هېوادونو هم تمه لري چې زموږ ملي حریم ته درناوی وکړي. که هر څوک دا قوانین تر پښو لاندې کړي، متجاوز به وبلل شي.
۳ـ افغان ولس په خپل تاریخ کې هېڅ بهرني ځواک ته د یرغل اجازه نه ده ورکړې او کلک غبرګون یې ورته ښودلی. د افغانستان امنیتي ځواکونه په بېلابېلو وسلو، جنګي الوتکو او نظامي تجهیزاتو سره سمبال دي، چې د خپلو سترګو په شان یې ساتنه کوي. دا دوی ملي او شرعي وجیبه ګڼل کېږي.
۴ـ پخواني چارواکي له هېواده وتښتېدل او د قدرت خلا او امنیتي تشه یې رامنځته کړه. دوی د افغانستان نظامي وسایل او تجهیزات ګاونډیو هېوادونو ته انتقال کړل، چې دا یو ملي خیانت ګڼل کېږي.
۵ـ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې افغان حکومت باید وسلې او تجهیزات امریکا ته وسپاري، خو دا تجهیزات د پخواني حکومت او د دوی د ملاتړو لخوا پاتې شوي، چې د جګړې په نتیجه کې نیول شوي. په دې لاره کې زرګونه افغانان شهیدان شوي، کلیو او بانډو ته زیان رسېدلی، زرګونه یتیمان او کونډې پاتې شوې.
موږ له دې ځایه ټولې نړۍ، په ځانګړي ډول امریکا ته اعلان کوو چې د افغانستان ملي پوځ د خپل تاریخ په اوږدو کې له زرګونو توپونو، ټانکونو، جنګي الوتکو او نورو وسلو سره سمبال وو. خو کله چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ، ټولې وسلې یې د DDR او ډایاک په نومونو له منځه یووړلې. امریکا باید د دې تاوان غرامت ادا کړي.
۶ـ ټرمپ په خپلو خبرو کې ویلي چې باید د بګرام هوايي ډګر دوی ته وسپارل شي، تر څو یې د خپلو ګټو لپاره وکاروي. دا غوښتنه د نړیوالو اصولو او مقرراتو خلاف ده او هېڅکله به ونه منل شي.
۷ـ هغه افغان جنرالان او افسران چې له هېواده تللي، د بېرته ستنېدو شرایط ورته برابر شوي دي. حکومت د دوی امنیت تضمین کړی او ورته بلنه ورکوي چې خپل هېواد ته راستانه شي.