تورخم کې یو ځل بیا نښتې؛ مهمې پاکستانۍ پوستې په نښه شوې

تورخم کې یو ځل بیا نښتې؛ مهمې پاکستانۍ پوستې په نښه شوې افغانستان
انځور ارشیف

تورخم کې ځایي سرچینو حریت راډیو ته ویلي، تېره شپه شاوخوا ۱۰بجې یو ځل بیا د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته شوې، چې دواړو لوریو پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ګذارونه کړي دي.

د سرچینې په خبره، دا نښته پاکستاني لوري پیل کړې، چې د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې د پاکستان ملېشو ځیني مهمې پوستې په نښه شوې، چې درانه مالي او ځاني زیانونه یې ور اړولي دي.

وړمه شپه هم تورخم کې د دواړو لوریو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه.

دغه نښتې داسې مهال شوې، چې افغان ځواکونه د ډیورڼد فرضي کرښې ته څېرمه د پوځي تاسیساتو په جوړلو بوخت دي، چې پاکستانی لوری پرې بزدلانه بریدونه کوي او د تاسیساتو د جوړېدو مخنیوی کوي.

د تورخم دروازه نن ۱۲مه ورځ ده، چې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

تړلي موضوعات