افغان ځواکونو تورخم کې پاکستاني ملېشو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی
تورخم کې ځایي سرچینو د ننګرهار رسنیو مرکز ته ویلي، د افغان پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د تېرې شپې نښته کې یي پاکستاني ملېشو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی.
تورخم کې تېره شپه ناوخته وروسته له هغې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې پاکستاني لوري د افغان ځواکونو له لوري ډیورنډ فرضي کرښې ته د تاسیساتو پر جوړولو پر مهال برید وکړ، چې د افغان ځواکونو له شدید عکس العمل سره مخ شول.
ها خوا پاکستاني رسنیو ویلي، د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې پاکستاني ملېشو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په اړه یې څه نه دې ویلي.
بلخوا ځايي سرچینې وايي، چې دا مهال جګړه درېدلې خو لا هم سیمه کې خال خال ډزې اورېدل کېږي
دا نښته په داسې مهال شوې، چې یوه ورځ وړاندې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د تورخم دروازې د خلاصون په تړاو خبرې شوې وې، خو د پاکستاني لوري تحریکوونکي اقداماتو دا هڅې زیانمنې کړې.