اهل هنود هېوادوال: له غاصبینو د اهل هنودو د ځمکو بیرته راګرځولو کې د ا.ا اقدامات د ستاینې دي
د اهل هنودو او سیکانو شورا یو شمېر غړو د ریاست الوزراء د دفتر رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع سره کتنه کې له غاصبینو داهل هنودو د ځمکو بیرته راګرځولو کې د اسلامي امارت له هڅو ستاینه کړې.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دغې شورا غړو د ځمکو بیرته ستنولو برخه کې اهل هنودو او سیکانو وکالت، د مذهبې اماکینو د بیارغونې، د نیم کاره پروژو بشپړول او برېښنا د حل ستونزو وړاندیز د رئیس الوزراء دفتر رئیس سره شریک کړل.
ډاکټر ملا عبدالواسع دې کتنه کې ټینګار کړی افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت د هېوادوالو ستونزو حل خپل مسئولیت ګڼي.
په ورته مهال د اسلامي امارت دې مقام د اهل هنود هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی نورې ستونزې به هم ژر حل کړي.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمېدو وروسته بېلابېلو ولایتونو کې د اهل هنودو ځمکې چې د تېرې ادارې زورواکانو له لوري غضب شوې وې، بیرته راګرځول شوې او خپلو اصلي مالکینو ته سپارل شوې دي.