د کب لسمه؛ پنځه کاله وروسته د دوحې هوکړې څه حال دی؟

د کب لسمه؛ پنځه کاله وروسته د دوحې هوکړې څه حال دی؟ افغانستان

نن د کب لسمه د افغانستان اسلامي امارت او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د شوي دوحې تړون پنځمه کالیزه ده او یاد تړون پنځه کلن شو.
د دوحې هوکړه د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه د اسلامي امارت او امریکا مذاکراتي ټیمونو څو پړاوه خبرو وروسته دواړو لوریو تر منځ لاسلیک شوه.

د دې هوکړې مهم ټکي له افغانستانه د امریکايي اشغالګرو بشپړ وتل، د اسلامي امارت بندیانو ازادېدل، د اسلامي امارت مشران له تور لېست لرې کول او له افغانستان څخه امریکا او متحدینو ته راتلونکي کې د ګواښ نه رامنځته کېدلو ور ټول وو.

د سیاسي او نړېوالو چارو څارونکي دا هوکړه د اسلامي امارت لپاره لویه بریا ګڼي او د امریکايي اشغالګرو لپاره یې د نظامي او سیاسي شکست تړون ګڼي.
دوی وايي، چې امریکايي اشغالګر او د هغوی متحدین افغانستان کې نور له مرګونې جګړې ستړي شوي وو او ورځ تر بلې یې نظامي او سیاسي حیثیت له زیان سره مخ کېده او درنه مالي او ځاني بیه یې پرې کوله.
دوی زیاتوي، چې د دوحې تړون امریکا او د هغوی متحدینو ته د خټو پوزه جوړه شوه او افغانستان جګړه کې یې د لا ذوب کېدو څخه راوګرځول.

اوس د هوکړې څه حال دی؟ سیاسي چارو شنونکي وايي، چې افغانستان اسلامي امارت پر خپلې ژمنو ولاړ دی او تر دې دمه یې هیڅ بهرنۍ وسلوالې ډلې ته افغانستان کې د مېشت کېدو یا له افغانستانه د امریکا او د هغوی متحدینو ته ګواښ پېښېدو اجازه نه ده ورکړې.

خو دوی زیاتوي، چې بلخوا امریکا له دوحې هوکړې مخ اړولی او پر خپلو ژمنو یې پښه اېښې؛ د اسلامي امارت پر مشرانو بندیزونه او تورلېست له منځه تلل لا پر ځای پاتې دي، وخت نا وخت د امریکا لخوا د افغانستان هوايي حریم نقض کېږي او افغانستان له اقتصادي بندیزونو لاندې ساتل کېږي هغه چې د دوحې له تړون ښکاره سرغړونې دي.

تړلي موضوعات