د ا.ا.ا ملاتړ او ملي یووالي پیاوړتیا په موخه د اهل تشیع هېوادوالو لویه غونډه
نن ورځ د لویې جرګې تالار د اهل تشیع هېوادوالو د لویې غونډې کوربه دی. د دې غونډې جوړونکي وايي، چې له دې راټولېدنې یې هدف د افغانستان اسلامي امارت ملاتړ او د ملي یووالي پیاوړتیا دی.
دا لویه غونډه د « کمیسیون عالی شیعیان افغانستان » لخوا جوړ شوې ده، چې د اسلامي امارت مسؤلینو په ګډون زرګونه اهل تشیع هېوادوال د غونډې ګډونوال دي.
دې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې رئیس شيخ شهاب الدين دلاور وویل: (( زيات خوښ يم چې د افغانانو تر منځ د همغږۍ په غونډه کې ګډون لرم. دا د شکر ځای دی، دعا وکړئ چې خدای پاک د افغانانو تر منځ اتحاد او اتفاق لا زيات کړي. ))
ښاغلي دلاور زیاته کړه، که چېرته موږ د اتحاد او اتفاق لپاره لاسونه سره یو نه کړو، نو دښمن مو په سنګر کې ناست دی او هڅه کوي چې موږ په مختلفو نومونو سره بېل کړي؛ د دښمنانو شومو موخو ته متوجه شئ.!
د لویې جرګې تالار کې د یاد کمېسیون یوه غړي وویل، چې پخوا به هره ورځ سلګونو تنو ته د جنګ له امله مرګ ژوبله اوښته، خو اوس الحمدلله امنيت قائم دی.
نوموړی زیاتوي، چې مخکې به هره ورځ په نشه يي توکو معتاد ځوانان مړه کېدل، اسلامي امارت پرې بنديز ولګاوه او د روږدو درملنې ته يې توجه وکړه، چې په دې لاسته راوړنو له اسلامي امارت څخه ځانګړې مننه کوو.
بلخوا د دې کمېسیون یوه بل غړي یاده غونډه کې وویل، چې
اسلامي امارت د قوش تېپې په څېر لسګونو پروژو په پيل او سر ته رسولو ثابته کړه چې موږ د جمهوريت په څېر د شعارونو نه، بلکې د عمل خلک يوو.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت بیا حاکمیت وروسته د هېواد هر قشرحقوقو خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه شوې او د هېواد هر قوم او قشر په اوسني نظام راټول دی او ملاتړ ترې څرګندوي.