د اسلامي امارت زعیم د روزګان له علماوو او قومي مخورو سره لېدلي

د اسلامي امارت زعیم د روزګان له علماوو او قومي مخورو سره لېدلي افغانستان

د اسلامي امارت زعیم تېره ورځ د روزګان ولایت د علماوو شورا او قومي مخورو سره کتلي دي او د دې شورا فعالیتونه یې ستایلي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې دې کتنه کې د اسلامي امارت مشرتابه ویلي، چې اوس د علماوو لپاره د خدمت ښه موقع برابره ده او علماء باید د خلکو د ذهنیت جوړولو او خلکو ته د دين رسولو په برخه کی زیات کوښښ وکړي.
د اسلامي امارت زعیم زیاته کړې، علماء مکلف دي چې د مربوطه ولایت د خلکو ستونزو د حلولو او اختلافاتو د ختمولو برخه کې پوره کوښښ وکړي.

دې کتنه کې د روزګان د علماوو د شورا رئیس مولوي عبدالغفار د دې ولایت د وضعیت او د علماوو د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، د شورا علماوو هڅه کړې، چې د روزګان ولایت ټولو سیمو ته د مشرتابه فرامین، احکام او توصیې ورسوي.

بلخوا د اسلامي امارت زعیم د غونډې ګډونوالو ته د روزګان د ستونزو حل ډاډ ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشرتابه د کندهار پوهنتون څخه لیدنه کړې وه او افغانان یې دیني او عصري علومو حاصلولو ته هڅولي وو او د مدرسو او ښوونځیو په بې توپیره ملاتړ یې ټینګار کړی وو.

تړلي موضوعات