اوبه د ژوند سرچینه ده غوره مدیریت یې د وخت اړتیا ده

اوبه د ژوند سرچینه ده غوره مدیریت یې د وخت اړتیا ده افغانستان
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند

د افغانستان اسلامي امارت رئېس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د اوبو نړېوال کنفرانس ته په خپل پیغام کې ویلي، اوبه د ژوند سرچینه ده او د انساني ټولنې د بقا او پرمختګ له اساسي عواملو ګڼل کېږي.

رئیس الوزراء په خپل پیغام کې ویلي، په نړیواله کچه اقليمي بدلونونو، ناکافي بارانونو، ویجاړوونکو سېلابونو او مسلسلو وچکاليو د اوبو برخه کې جدي ستونزې پېښې کړې دي.

د رئیس الوزراء په پیغام کې راغلي، افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو بې کنټروله استخراج نه یوازې د اوبو سرچينې کمزوري کوي، بلکې محيطي او ټولنیزې بدې پایلې هم لري، چې د راتلونکو نسلونو د اوبو اړتیاوو پوره کولو لپاره جدي ګواښ ګڼل کیږي.

ملا محمد حسن اخوند د اوبو د سرچینو غوره مدیریت د وخت اړتیا ګڼلې په خبره یې، اسلامي امارت د ځکمې لاندې اوبو سم کارولو او د اقلیمي بدلون اغېزو راکمولو په موخه ځانګړې تګلارې پلي کولو ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړې،  د دې مهم کانفرانس له لارې ټولو ګډونوالو ته بې ساری فرصت برابر شوی چې د اوبو سرچینو د مدیریت او خونديتوب په اړه خپل نظریات، څېړني او عملي تجربې وړاندې کړي، څو د حل لارو په موندلو کې ترې کار واخیستل شي.

تړلي موضوعات