د اوبو کمښت د نړۍ پر سیاسي او اقتصادي اړېکو منفي اغېزه کړې
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند کابل کې د اوبو نړېوال کنفرانس ته ویلي، دا مهال اوبه د کمېدو په حال کې دي، چې دې چارې د نړۍ پر سیاسي او اقتصادي اړېکو هم منفې اغېزه کړې.
ملاعبدالغني برادر ویلي، اسلامي امارت د افغانستان د اوبو مدیریت لپاره کار پیل کړی دی.
کابل کې د اوبو دغه درې ورځني کنفرانس کې د کورنیو استادانو سربېره د روسیې، ایران، امریکا، انګلستان، چکسواکیا، سریلانکا، پاکستان، هند، نیپال، فلپین او ترکیې هېوادنو ۱۳۵استادانو او متخصصینو ګډون کړی.
د کنفرانس ګډونوال به د افغانستان کې د وچکالۍ، سېلایونو او اقلیمي بدلون ستونزو په اړه خپلې مقالې وړاندې کړي.