غزني کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې افغانستان
غزني ښار ته څېرمه ترافیکي پېښي

غزني کې د حریت خبریال هلته د امنیه قوماندانۍ د لومړنیو مالوماتو له مخې ویلي، غزني ښار ته نږدې دناني بازار سیمه کې نن سهار وختي د کابل – کندهار پر لویه لار د څلورو موټرونو ترمنځ خونړۍ ترافيکې پېښې شوي چې یو کس پکې ژوند بایللی او ۱۱ نور ټپيان دي.

د حریت خبریال ویلي، پېښې ځای امنیتي ځواکونه په وخت رسیدلي او ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي دي.

غزني کې د تېرې شپې واورې او پر سړک د یخک له امله پر دغه لویه لار له ۸ عرادو زیات موټران چپه او یا هم په خپلو کې جنګیدلي دي.

 د ژمي د واورو او یخک په مهال موټرونو ته د چین نه تړل یو له هغو لویو لاملونو دی چې دا ډول ترافیکي پېښې رامنځ ته کوي.

تړلي موضوعات