د اسلامي امارت مسئولین شپه او ورځ د خلکو په خدمت مکلف دي

د اسلامي امارت مسئولین شپه او ورځ د خلکو په خدمت مکلف دي افغانستان
د کابل والي د کوهدامن ولسي غونډه کې

د کابل والي ملا امین الله عبید د کوهدامن اوو ګونو ولسوالیو ولسي ناسته کې ویلي، د اسلامي امارت مسئولین مکلف دي، چې شپه او ورځ د خلکو خدمت وکړي.

د کابل ولایت رسنیو دفتر ویلي، دې ناسته کې ښاغلي والي د اوبو کمښت، کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې او معیاري سړو خونو برخو کې د کوهدامن خلکو ستونزې واورېدې.

نوموړي ډاډ ورکړی، ژر به د کوهدامن له استازو او اړوند وزارتونو له مسئولینو سره ناستې وکړي او یادې ستونزې به وڅېړي.

بلخوا دې ناسته کې د کوهدامن ولسوالیو استازو د اسلامي نظام ملاتړ خپله وجیبه بللې او اسلامي نظام ټینګښت یې د ولسونو لوی ارمان یاد کړ.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت چارواکو تل د ولسي خلکو د ستونزو په حل او ورته رسېدو ټینګار کړی دی.

تړلي موضوعات