افغان لوبډلې دویمه ټیسټ لوبه کې زیمبابوې ته ماتې ورکړه
د افغانستان او زیمبابوې کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوو تیسټ سیالیو لوبلړۍ دویمه لوبه کې د افغان لوبډلې زیمبابوې ته د ۷۲منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ دویمه ټیسټ لوبه د تېرې پنجشنبې په ورځ پیل شوه، چې نن دوشنبه د افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
افغان لوبډلې زیمبابوې ته د ۲۷۸ منډو هدف ورکړ زیمبابوې د لس ویکټو په زیان ۲۰۵ منډې وکړې او لوبه یې افغان لوبډلې ته بایلوده.
د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې رحمت شاه زرمتي ۱۳۹ او عصمت عالم ۱۰۱ منډې وکړې او په توپ اچونه کې بیا راشد خاند سیالې لوبډلې ۷ ویکټي ترلاسه کړلې.