د انګلستان له ماتولو وروسته افغانستان نن اسټرالیا سره بخت ازمايي
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د کرېکټ اتلانو جام سیالیو کې نن جمعه د اسټرالیا لوبډلې پر وړاندې د لوبې میدان ته ښکته کېږي.
د پاکستان په کوربتوب لاهور ښار کې د دغو د دواړو لوبډلو لوبه به د کابل پر وخت د ماسپښين په ۱:۳۰ بجه پیل شي.
ملي لوبډلې یادو سیالیو کې تر دې مهاله دوه لوبې کړې، چې لومړۍ لوبه یې سویلي افریقا ته بایلوده او دویمه لوبه کې یې انګلستان ته درنه ماتې ورکړه.
که چیري ننۍ لوبه کې افغان لوبډله اسټرالیا ته ماتې ورکړي په مستقیم ډول به د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار ومومي.
د یادونې ده، چې د کرېکټ اتلانو جام سیالۍ د پاکستان او متحده عربي اماراتو په ګډ کوربتوب د افغانستان په ګډون د اتو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.