اسرائیلو د شمالي غزې وروستی روغتون په نښه کړی

اسرائیلو د شمالي غزې وروستی روغتون په نښه کړی نړۍ
غزه کې د کمال عدوان روغتون

نړېوالو رسنیو ویلي، د اسرائيلي اشغالګرو پوځیانو له لوري د شمالي غزې «کمال عدوان» په نوم وروستی روغتون په نښه کړی او سوځېدلی دی. 

 

د الجزیرې رسنۍ د راپور پر بنسټ، د اسرائیلو له لوري په تازه مخامخ بریدونو کې د یاد روغتون له سوځولو سره هلته نور د ټپیانو او ناروغانو برخلیک نامعلومه دی.

 

د روغتیا نړېوال سازمان په خپله اېکس پاڼه ویلي، د یاد روغتون سوځېدا د لسګونو زرو فلسطینیانو لپاره د مرګ سزا ده.

 

دغه سازمان هلته د اوربند غوښتنه کړې او په پایله کې یې د ۶۰ روغتیايي کارکوونکو او ۲۵ عاجلو ناروغانو وضعیت یې ګواښمن بللی.

 

د اسلامي هېوادونو د یووالي او همکارۍ سازمان دغه برید غندلی او هلته یې په عامو تاسیساتو بریدونه د نړېوال قانون څخه ښکاره سرغړونه بللې.

تړلي موضوعات