له اوربند وروسته؛ خامنه اي: که برید وشي امریکايي اډې په نښه کوو

له اوربند وروسته؛ خامنه اي: که برید وشي امریکايي اډې په نښه کوو نړۍ
انځور ارشیف

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي په وروستیو څرګندونو کې وايي، امریکا د ایران پر اټومي سایټونو برید کې لاسته راوړنې نه لرلې.

هغه اسرائيلو سره، له شوي اوربند وروسته ویلي که برید پرې وشي غچ یې له امریکايي اډو اخلي په خبره یې، «ایران تسلیمېدونکی نه دی»

د رویټرز خبري اژانس د خبر په بنسټ، ۸۶ کلن خامنه اي پرون پنجشنبه د خبرو په مهال ټینګار کړی، چې د امریکا له لوري پېښېدونکی ګواښ ته حتمي ځواب وايي او زیاته کړې ده، چې منځني ختیځ کې د امریکا نظامي اډې په نښه کوي.

هغه تېرې ۱۲ ورځنۍ جګړې ته په اشارې ویلي، «ایران د امریکا پر مخ  څپېړه ورکړه.»

نوموړی وايي، ایران ته د امریکا پر مهمو پوځي اډو برید اسانه او د اړتیا په صورت کې جدي اقدام کولی شي.

همدې څرګندونو په غبرګون سپینې ماڼۍ ویلي دي، چې د خامنه اي خبرې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه کم ارزښته او ځان بریالی بلل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلو پر ایران خاوره د جون په ۱۳ مه بریدونه پیل کړل او په دې لړۍ کې امریکا د اسرائیلو په ملاتړ د ایران په درېیو اټومي سايټونو هم هوايي بریدونه ترسره کړل چې له امله یې ګڼو هېوادونو توند غبرګونونه وښودل.

تړلي موضوعات