میدان وردګو کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي
میدان وردګو ولایت څلور ولسوالیو کې د تېرې شپې سېلابونو له کبله یو تن ژوند بایللی او ۳ نور ټپیان دي.
میدان وردګو ولایت مقام ویاند وحیدالله سروري حریت راډیو ته ویلي، دغه سېلابونو، چې په نرخ، چک، سیدآباد او دايميرداد ولسواليو کې راوتلي له امله يې د نرخ ولسوالۍ څينځايي سيمه کې يو تن شهيد شوی او درې نور ټپيان دي.
سروري ویلي، يو شمېر لويې لارې د خلکو پرمخ تړلې دي او څلور موټر هم سېلابي اوبو وړي.
د نوموړي په خبره، چک، سيداباد او دايميرداد ولسواليو کې هم سېلابونو مالي زيانونه اړولي او ګڼ کرنيز محصولات هم له منځه تللی.
د يادونې وړ ده، چې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رياست منسوبينو هم هم مهاله ځانونه سيمې ته رسولي، ترڅو له زيانمنو سره لومړنۍ مرستې او لاسنيوی یې وکړي.