افغانستان ۱۳۰ برخو کې بشپړې او ۱۰۰ برخو کې نیمه ځان بسیاینې ته رسېدلی
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، دا مهال ټول هېواد کې ۶ زره فابریکې فعالیت کوي، چې پر مټ یې افغانستان په ۱۳۰ برخو کې بشپړې او ۱۰۰ برخو کې نیمه بشپړې ځان بسیاینې ته رسېدلې.
د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، دغو فابریکو ۷۵۰ ډوله توکي لکه، اوړه، غوړي، مالګه، درمل، اوسپنه، سیمنټ، فولاد، کیمیاوي، محصولات او نور توکي تولیدیږي، چې شاوخوا ۱۳۵ زره کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې.
صنعت کارانو ته د ځمکو وېش، اړتیا وړ خام موادو برابرول، پر خامو موادو او ماشینرۍ یو سلنه تعرفه او ډېری برخو کې صفر ته ښکته کول، پر واردیدونکو توکو دوه برابره تعرفه وضع کول او د نندارتونونو جوړول نور هغه څه دي چې اقتصادي معاونیت یې د کورني صنعت د ودې او پرمختګ لپاره ګټور بولي.