لوګر کې وروستیو سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي

لوګر کې وروستیو سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي افغانستان
انځور حریت راډیو

تېره شپه ناوخته لوګر ولایت بېلابېلو سیمو کې د سخت باران او سېلابونو راوتلو له کبله زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، ګڼ کورونه یې وړیجاړ او سلګونه کورنۍ یې بې کوره کړې.

لوګر کې د حریت راډیو خبریال د معلوماتو له مخې، د لوګر والي شیخ ضیاءالرحمن مدني نن سهار له سېلاب ځپلو سیمو لیدنه کړې، له هغوی سره د خواخوږۍ ترڅنګ د بېړنو مرستو په رسولو ډاډ یې ورکړی.

ښاغلي مدني اړوند ادارو ته لارښوونه کړې، چې بېړني روغیتایي او مرستندویه ټیمونه زیانمونو سیمو ته واستوي او د خلکو ستونزې دې ژر حل کړي.

نوموړي له مرستندویه بنسټونو، سوداګرو او اړوند ادارو غوښتي، چې زیانمونو سره مرستې وکړي.

تړلي موضوعات