سعودي عربستان ته د افغان زیارت کوونکو لېږد پروسه پای ته ورسېده
د حج او اوقافو وزارت خبر ورکوي، چې سعودي عربستان ته د حج اداکولو په پار د افغان زیارت کوونکو پروسه له کندهار هوایي ډګر څخه د وروستۍ الوتنې په ترسره کېدو پای ته ورسېده.
دغه وزارت د خبر له مخې، چې روان لمریز کال د کابل، بلخ، هرات او کندهار زونونو څخه په ۹۴ الوتنو کې ۳۰ زره افغان زیارت کوونکي د سعودي عربستان مدینې منورې، مکې معظمې او جده ښارونو ته انتقال شوي دي.
خبر کې راغلي ، چې د اسلامي امارت اړوند ادارې توانېدلې، چې د زیارت کوونکو انتقال پروسه پرته له کومې ستونزې په ټاکل شوي وخت کې بشپړه کړي.
سرچینه زیاتوي، چې سږ کال د سعودي یادو ښارونو کې افغان حاجیانو ته د حج مراسمو ترسره کولو پر مهال د ګرځېدو، خوړو، روغتیا او ترانسپورټ ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي.