د روسیې بهرنیو چارو وزیر: سوریه کې روان کړکېچ باید د خبرو اترو له لارې حل شي

د روسیې بهرنیو چارو وزیر: سوریه کې روان کړکېچ باید د خبرو اترو له لارې حل شي نړۍ
انځور ارشیف

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف د سوریې سویدا ولایت کې د روان کړکېچ ته په اشارې ویلي، د سوریه کې د ثبات لاره خبرې اترې دي.

سرګئي لاوروف پر سوریې د اسرائیلو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، اسرائیلو د سوریې له حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه کړی، چې باید دغه بریدونه وغندل شي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې اسرائیلو د دوی له ملاتړي ډلې دروزي په پلویتوب د سوریې دفاع وزارت په ګډون ۱۶۱ اهداف په نښه کړل.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلي ویلي، سویدا ولایت کې د جګړې له پیل راهیسي ۳۷۴ کسان وژل شوي دي.

تړلي موضوعات