اسرائیلو سره له جګړې وېره نه لرو، خو سوله او خوندیتوب غوره ګڼو

اسرائیلو سره له جګړې وېره نه لرو، خو سوله او خوندیتوب غوره ګڼو نړۍ
د سوریې ولسمشر د اسرائیلو بریدونو ته په غبرګونه کې

د سوریې حکومت ولسمشر احمد الشرع په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، له اسرائیلو سره له جګړې ویره نه لري، خو د سوریې ولس ګټې او سولې خوندیتوب ورته اهمیت لري.

نوموړي ويلي«موږ د هغو کسانو له ډلې نه یو چې له جګړې وېره ولرو، موږ خپل ژوند د خپلو خلکو د دفاع لپاره وقف کړی، خو د سوریې وګړو ملي ګټو ته تر جګړې او ویجاړیو لومړیتوب ورکوو.»

احمد الشرع ویلي، د ویجاړیو په پرتله د اصلاحاتو لار غوره ګڼې.

ښاغلي الشرع زیاته کړې، د روزيانو حقونو ساتنه یې لومړیتوب دی.

نوموړي داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې اسرائیلو ګواښ کړی، که د سوریې ځواکونه سویلي السویدا ولایت کې په دروزیانو بریدونه وکړي دوی به یې له منځه یوسي.

تړلي موضوعات