کابل کې به نن د ټرانس – افغان رېل لارې د شونتیا څېړلو هوکړه لاسلیک شي

کابل کې به نن د ټرانس – افغان رېل لارې د شونتیا څېړلو هوکړه لاسلیک شي افغانستان
انځور ارشیف

د بهرنیو چارو وزارت وایي، په همدې موخه د پاکستان او ازبکستان بهرنیو چارو وزیران او ورسره مل پلاوي کابل ته راځي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، یادو پلاوو کې د ازبکستان د ټرانسپورټ او پاکستان رېل پټلۍ وزیران هم شامل دي.

افغانستان ته د دغو پلاوو په سفر کې دوه او درې اړخیزې ناستې هم پلان شوې دي.

یاد پلاوی به لومړی د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب د سیاسي مشاورت درې اړخیزه ناسته ترسره کړي، چې د درې واړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي تفاهم، ډیالوګ او ستونزو په اساسي حل خبرې کیږي.

تر دې ناستې وروسته به ارګ کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ټرانس – افغان اوسپنې پټلۍ پروژې د امکان سنجۍ مطالعاتو پروژه لاسلیک شي.

تړلي موضوعات